شي جين پينګ: د چيني ملت د تمدن او تاريخ څېړنې دې لا ژورې او پياوړې شي
CMG2022/05/29 11:42:00
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د مې د ۲۷مې نېټې په ماسپښين د ډله ييزو زده کړو ۳۹مه ناسته تر سره کړه، چې د ناستې ګډون کوونکو د چيني ملت د تمدن د سرچينې د څېړنيزې پروژې په اړه زده کړې وکړې.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې ناستې مشري وکړه او په خپله وينا کې يې وويل، چې د چيني ملت تمدن لرغونی تاريخ لري او د عصري چيني کلتور بنسټ دی او هم د چيني کلتور د نوښت خزانه ده. هغه زياته کړه، چې د چيني تمدن د ۵ زره کلن تاريخ زده کړې او د چيني کلتور او تاريخ څېړنې دې لا ژورې او پياوړې شي، څو د چين د کمونېست ګوند ټول غړي او هېوادوال وهڅول شي، چې د تاريخ په اړه پېژندنې لا پياوړې کړي او د چين د کلتور په اړه خپل باور لا ټينګ کړي او د هېواد د پرمختګ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.

د چين د ټولنيز ساينس اکاډمۍ د تاريخ څېړنيز انسټيټيوټ مدير او څېړوونکي وانګ وې د دغې مسئلې په اړه د ناستې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او د اړوندو کارونو په اړه يې وړانديزونه وکړل. د ناستې ګډونوالو په جدي توګه د نوموړي راپور واورېده او په دې اړه يې بحثونه وکړل.