د چين او اروپا ترمنځ باروړونکې اورګاډۍ په نړيوال ټرانسپورټ کې فعال رول لوبوي
CMG2022/05/29 14:19:03
شريکول:

سره له دې چې سږکال ټوله نړۍ د کرونا وبا له منفي اغېزو ښکار وه، خو د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ چارې پرمخ روانې دي او دغو اورګاډيو د بارونو د ټرانسپورټ او د توليد او عرضې د نړيوالو ځنځيرونو د ثبات په برخو کې فعال او مثبت رول لوبولی. د ۲۰۲۲م کال تر اپريل میاشت پورې،‌ په تېرو ۲۴ مياشتو کې هره مياشت د چين او اروپا ترمنځ څه باندې ۱۰۰۰ باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ کړی او ثابته ټرانسپورټي اندازه يې تر سره کړې ده.