د تاس خبري اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مې پر ٢٦مه نېټه د ايټاليا له لومړي وزير ماریو دراګي سره په ټلېفوني خبرو کې وويل، که پر روسيې د لويديځ بنديزونه لغوه شي، روسيه به د خوراکي توکو د نړیوال بحران د له منځه وړلو لپاره د غلو دانو او سرو صادرات پیل کړي.
پوتین دې ته اشاره وکړه چې د نړۍ د کرنیزو محصولاتو د برابرولو په اړه پر روسیې تورونه بې اساسه دي. هغه یادونه وکړه چې د عرضې ستونزې د تولید او لوژستیک ځنځیرونو او د کرونا وبا په جریان کې د لوېدیځو هېوادونو له مالي پالیسیو سره اړیکې لري. په عین وخت کې پر روسیې د امریکا او اروپايي ټولنې د بندیزونو له امله وضعیت لا پسې کړکېچن شوی دی.