چین له ۱ ميليون او ۶۰۰ زرو څخه زیات د 5G ټېکنالوژۍ بېس سټېشنونه جوړ کړي دي
CMG2022/05/29 14:20:20
شريکول:

د چین د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت د نوې شمېرنې له مخې،‌ چين د سږکال د اپريل تر پايه پورې ۱ میليونه ۶۱۵ زره د

5G ټېکنالوژۍ بېس سټېشنونه جوړ کړي دی. د روان کال په لومړۍ ربعه کې د 5G ټېکنالوژۍ د نوي‌ جوړ شويو بېس سټېشنونو شمېر ۱۳۴ زرو ته رسېدلی دی.

په ۲۰۲۱م کال کې په چين کې د موبايل ټليفون په وسيله د 5G ټېکنالوژۍ استعمالونکو شمېر ۵۱۸ ميليونو ته رسېدلی دی.

چين په دې وروستيو کلونو کې د 5G کليدي ټېکنالوژۍ د نوښت په برخه کې مهم پرمختګ موندلی دی. د 5G ټېکنالوژۍ د معيارونو په برخه کې د چيني تصدۍ د پوهنې ملکيت حق شمېر په نړۍ کې مخکښ ځای لري.