چين به فضا ته ډېر ژر د شن جو ۱۴م نمبر بېړۍ وتوغوي
CMG2022/05/30 12:25:34
شريکول:

د چین د انسان وړونکې فضايي چارو دفتر خبر ورکړی، چې د مې په ۲۹مه نېټه يې د شن جو ۱۴م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ او CZ-۲ اف یاو ۱۴م راکټ د سپوږمکيو توغولو ډګر ته ليږدولي او په نږدې وخت کې به يې فضا ته وتوغوي.

يادې ادارې ويلي، چې د سپوږمکيو توغولو ډګر تاسیسات يې ښه جوړ کړي او د يادې بېړۍ له توغولو مخکې به د څار او ازموینې کارونه ترسره کړي.

(هیله)