اسرائیل هر کال د مې ۲۹مه نېټه د بيت المقدس ورځې په نوم نمانځي او سږنۍ ورځ يې د لاريونونو په ترڅ کې نمانځلې ده.
اسرائيل دغه ورځ په ۱۹۶۷م کال کې د منځني ختيځ په درېمه جګړه کې د بیت المقدس د کنټرول حق د تر لاسه کولو د یادونې په پار ټاکلې ده.
شاوخوا ۷۰ زرو اسرائيلي وګړو د مې په ۲۹مه نېټه د بيت المقدس ورځ لمانځلې او لاريونونه يې ترسره کړي دي.
د اسرائيلو دغه لاریونونه د فلسطینيانو د ناخوښۍ سبب ګرځېدلي او له اسرائيلي پولیسو سره يې اخ و ډب کړی او ګڼ شمېر کسان پکې ټپيان شوي دي.
د مالوماتو له مخې، په بیت المقدس او د اردن سیند په لوېديځه غاړه کې د اخ و ډب او شخړو له امله کابو ۲۰۰ تنه فلسطینیان ټپیان شوي دي.
د اسرائیل لومړي وزیر نفتري بينټ په همدې ورځ امنيتي ځواکونو ته امر کړی، چې حالات کابو کړي. نوموړي ويلي، چې د ښي اړخې ډلې په شمول د توندلارو لسموونکې کړنې ورته د منلو نه دي. (هیله)