یو کمربند او یوې لارې په تېرو ۸ کلونو کې ښه بریالیتوبونه تر لاسه کړي
CMG2022/05/30 12:29:53
شريکول:

چين په ۲۰۱۳م کال کې نړۍ ته د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز وکړ، په تېرو ۸ کلونو کې د دغې لارې اغېزې ډېرې پراخې شوي او په نړۍ کې د نړیوالو عامه تولیداتو او همکاريو مشهور ډګر ګرځېدلی دی.

چين په ۲۰۱۳م کال کې د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره

يو زر او څلويښت میلیارډه ډالره سوداګريزه راکړه ورکړه درلوده، خو په ۲۰۲۱م کال کې يې دغه شمېر ۷۳ سلنه زياتوالی موندلی او له يادو هيوادونو سره یې راکړه ورکړه ۱ زر ۸ سوومیلیارډو ډالرو ته رسيدلې ده.

د مالوماتو له مخې، په تېرو ۸ کلونو کې د چین او اروپا ترمنځ څه باندې ۵۰ زرو اورګاډو تګ راتګ کړی او د اروپا د ۲۳ هېوادونو او ۱۸۰ ښارونو ته يې توکي ليږدولي دي. دغه راز چين له ۱۳ هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ  ۷ تړونونه  لاسليک کړي دي.

چین له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو کې ۱۶۱ میلیارډه او ۳ سوه میلیونه ډالره مستقیمې پانګونې کړې دي او دغو هېوادونو بيا په چین کې ۷۱ میلیارډه او ۲ سوه میلیونه ډالره پانګه اچولې او ۳۲ زره تصدۍ يې په چين کې په چارو بوختې دي. (هیله)