شي جين پينګ د چين او د ارام سمندر د ټاپو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دوهمې غونډې ته کتبي پيغام ليږلی
CMG2022/05/30 14:53:18
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۳۰مه نېټه د چين او د ارام سمندر د ټاپو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دوهمې غونډې ته کتبي پيغام ليږلی.

نوموړي په خپل کتبي پيغام کې ويلي، چې د چين د ارام سمندر د ټاپوهېوادونو ترمنځ دوستي لرغونی تاريخ لري، د دواړو خواوو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې د متقابل درناوي او ګډ پرمختګ پر بنسټ ټينګې شوي او له تېرو څو کلونو راهيسې يې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. شي جين پينګ د چين او د ارام سمندر د ټاپو هېوادونو اړيکې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو او ګډو ګټو ښه نمونه بللې ده.

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې د اسيا او ارام سمندر سيمې د ثبات ساتنه او د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ او سمسورتيا هڅونه د دې سيمې د خلکو ګډه هيله ده او هم د سيمې د هېوادونو ګډ مسئوليت دی. نوموړي زياته کړې، چې چين به د ارام سمندر له ټاپو هېوادونو سره د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.