د چین سوله ساتی ځواک د ملګرو ملتونو د سولې ساتلو مهم قوت ګرځېدلی
CMG2022/05/30 11:24:38
شريکول:

د چین دفاع وزارت یوه شمېره خپره کړې، چې له مخ يې ځواکونو د تېرو ۳۰ کالونو په درشل کې د ملګرو ملتونو په ۲۵ سوله ساتو دندو کې برخه اخېستې او نږدې ۵۰ زره افسران او سرتیري يې ورلیږدلي دي.

د سږ کال د مې ۲۹مه نېټه د سوله ساتو ځواکونو له شلمې نړیوالې ورځې سره برابره وه.

چین د نړیوالې سولې د ساتلو لپاره رښتينی کوښښونه کوي او د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې په چوکاټ کې يې بهرنيو هيوادونو ته سرتيري ليږلي او په دې برخه کې يې د امنیت شورا په دایمي غړیو کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د چین سوله ساتو ځواکونو د کمبوډیا، کانګو، سوډان، لیبریا، لبنان او منځنۍ افریقا په شمول ۲۰ هېوادونو او سیمو کې خدمتونه کړي او د شخړو د سوله ييز حل د هڅولو، د سيمې امنیت او ثبات د ساتلو او د ځايي سیمې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ د پرمخبیولو په برخو کې يې مهم رول لوبولی دی. (هیله)