د ترکیې کارپوه: امريکا د اوکراين کړکيچ د ځان په ګټه څرخوي
CMG2022/05/30 14:54:07
شريکول:

درې میاشتې وشوې، چې اوکراین د اور په لمبو کې سوځي او يو لوی بحران پکې روان دی.

څو ورځې دمخه د ترکیې د ستراتېژيکو مفکورو انسټيټيوټ مشر او د سياسي چارو کارپوه ارپار له سي اېم جي سره د مرکې پر مهال ويلي، چې امریکا غواړي له اوکراين کار واخلي او پر روسيې فشار راوړي او وېره خپره کړي او نړۍ ته دا پيغام ورکړي، چې ګواکې امريکا د نړۍ ژغورونکې ده.
 ښاغلي ارپار ويلي، چې امريکا له سړې جګړې وروسته د نړۍ لوی پوځي ځواک ګرځېدلی او هر وخت په بېلا  بېلو بڼو خپل زور ښکاره کوي.

نوموړي ويلي، چې امريکا ځان د نړۍ ژغورونکی بولي، خو په حقیقت  کې د خپلو ځانګړتیاوو په تېره بيا د پوځي ځانګړتياوو په اتکا د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې څرګندې مداخلې کوي، خپل ماډل صادروي او د زياتو ګټو په لټه ده.

ارپار ويلي، کله چې امريکې په افغانستان او عراق کې جګړې پېل او وروسته يې پښې ترې سپکې کړې، نړۍ ته يې بڼه ښکاره شوه.

نوموړي ويلي، چې امريکې په دغو دواړو هيوادونو کې ګډوډي پرېښوده او نړۍ ته يې خپل مخ ښکاره کړ او د امريکايي ماډل ناکامي يې ثابته کړه.

ارپار له سي اېم جي سره په مرکې ويلي:

(( امریکا اوکراین قرباني کړی او د بحران لارې غواړي، چې د ژغورونکي رول ولوبوي. امريکا پر اوکراين د روسيې د پوځي عملیاتو په درشل کې د رسنيو له تبليغاتو کار اخلي او پر روسيې يې ويره خپره کړې ده او په څرګنده ادعا کوي، چې په اسانۍ له بېلابېلو مسلکونو او چارو کار اخيستلی شي.))
 ارپار په خپلو کې په اشارې ويلي، چې د اوکراين بحران د پای ته رسېدو څرک نه لګيږي او لامل یې دا ښودلی، چې امريکا نه غواړي، د اوکراين شخړه پای ته ورسيږي، ځکه په همدې کړکېچ کې خپلې ګټې لټوي.

نوموړي ويلي:

((  مونږ ګورو، چې امريکا د اوکراين په کړکېچ کې تر ټولو زياتې ګټې ترلاسه کوي. دغه هېواد پخوا اروپايي هېوادونه هڅولي وو، چې د ملي دفاع بودجې زياتې کړي، خو دوی يې خبره نه وه منلې، خو اوس يې د روسيې له ویرې خپلې دفاعي بودجې زياتې کړي او امریکا په بېلابېلو ځايونو کې ځواکونه ځای پر ځای کړي او هڅې کوي، چې پر نورو وسلې وپلوري.
))

ښاغلي ارپار زیاته کړې، چې امريکا پر روسيې د ويرې د خپرولو ترڅنګ دا هڅې هم کوي، چې پر اروپايي هېوادونو زیات نفوذ پيدا کړي، نو ځکه فنلنډ او سویډن هم اړ شول، چې په ناټو کې د شاملېدو غوښتنليک وړاندې کړي، خو د دوی دا کړنې د اوکراين بحران د هوارۍ لپاره هيڅ ګټه نه لري، بلکې د شخړې د شديدو سبب ګرځيدلی شي.
نوموړي پدې اړه ويلي:

((په ناټو کې د فنلنډ او سويډن شاملېدل دغه سازمان ته هيڅ ګټه نه رسوي، بلکې له روسيې سره به يې اړيکې لاخرابې کړي، ځکه د دوی دغه  کړنه د روسيې تشويشونه زياتوي، او آن د اټومي جګړې سبب هم ګرځيدلی او سيمه له زیاتو خطرونو سره مخ کولی شي.))

ارپار زياته کړې، چې امريکا غواړي، د روسیې په شاوخوا  او د اسيا او ارام سمندر او هندي سمندر شاوخوا پرتو هيوادونو کې هم جنجالونه راپورته کړي او په همدې سبب د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخلې ته لاره جوړوي او په اسانۍ خپل ماډل صادر کړي.

نوموړي ويلي، چې د امريکې دا کړنې به نه يوازې سيمه يیز ثبات او ارامي زيانمنه  کړي، بلکې نړيوال امنيت ته به هم سخت ګواښونه پېښ کړي. هغه پر اړوندو هېوادونو غږ کړی، چې له زور څخه لاس واخلي او د خبرو له لارې جنجالونه حل کړي.

ارپار ويلي:

((د انسانانو پرمختګ ارامۍ ته اړتيا لري. شخړې د نړۍ پر اقتصاد، د انسانانو پر سمسورتيا او عادي ژوند ډېرې اغېزې لري. تاريخ ثابته کړې، چې بهرنۍ مداخلې سيمې ته ارامي او امنيت نه رسوي او په راتونکي کې به يې هم ونه رسوي. هغه کسان چې پوهه لري او حالات  درک کولی شي، باید د سولې او د انسانانو د پرمختګ د راوستلو په لارو چارو رغنده خبرې  وکړي او شته ستونزو ته دې د حل لار ومومي.))