د مصر امنيتي ځواکونو لس ترهګر وژلي
CMG2022/05/30 11:15:54
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مصر د پوځ وياند ګريب ابدل خافيض د مې په ۲۹ مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې امنيتي ځواکونو يې سينا ټاپووزمه کې د ترهګرو پر يوه پټنځي بريد کړی دی.

اعلاميه وايي، چې مصري ځواکونو په دغه بريد کې ۱۰ ترهګر وژلي او يو يې ژوندی نيولی دی.

اعلاميه زياتوي، چې مصري ځواکونو د يو لړ چڼيزو عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسلې هم نيولې دي.

ترهګرو له تېرو څو کلونو راهيسې د مصر امنيتي وضعيت کړکېچن کړی دی.

اعلاميه وايي، چې د مصر امنيتي ځواکونو له ۲۰۱۸م کال راهيسې په هېواد کې څو څو ځلې د ترهګرو پر ضد عمليات ترسره کړي او زرګونه يې وژلي دي.