د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي د مې په ۲۹ مه نېټه د خارکيف ايالت له لومړۍ کرښې څخه ليدنه وکړه.
نوموړي د خارکيف له ښاروال او د دغه ايالت له پوځي قومندانانو سره يو ځای له هغو ودانيو هم ليدنه کړې، چې د بريدونو له امله په کنډوالو بدلې شوې دي.
د خارکيف د پوځي ادارې مشر سنګوبوف رسنيو ته ويلي، چې د دغه ايالت ۳۱ سلنه خاوره يې بېرته تر خپل واک لاندې راوستلې ده.
ولسمشر زېلېنسکي د خارکيف د ايالتي حکومت مشرانو ته ويلي، چې د نړيدلو ودانيو د بيارغونې لپاره لارې چارې ولټوي.