د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا په اوکلاهوما ايالت کې د موسيقۍ په فيستيوال کې د مې په ۲۹ مه نېټه ډزې شوي، چې له امله يې يو کس وژل شوی او د دوو ماشومانو په شمول ۷ تنه پکې ټپيان شوي دي.
ياده پېښه د دغه ايالت د تافت ښار په ميدان کې رامنځته شوې ده.
د مالوماتو له مخې، په ياد ميدان کې د موسيقۍ فيسټيوال روان و او شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو پکې برخه اخيستې وه.
د امريکا په بېلا بېلو ځايونو کې د سږ کال په لومړيو ۵ مياشتو کې له ۱۷ زرو څخه زيات کسان د ډزو په تړاو پېښو کې وژل شوي، چې پکې ۶۴۰ ماشومان وو.