د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د مې په ۳۰ مه نېټه له خپل اوکرايني سيال ولاديمير زيلينسکي سره د اوکراين د خوراکي توکو په صادراتو او ځينو نورو مسئلو غږیدلی دی.
د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ترکيه په پام کې لري، چې د اوکراين د کرنيزو توليداتو د صادرول لپاره خوندي دهليز جوړ کړي.
اعلاميه وايي، چې ترکيه به هڅې وکړي، چې د روسيې او اوکراين تر منځ د ډيالوګ او خبرو اترو زمېنه برابره کړي.
رجب طيب اردوغان ويلي، چې روسيه، اوکراين او ملګري ملتونه دې په ګډه د اوکراين مسئلې د کنترول مرکز جوړ کړي او ترکيه به د دغې چارې د ترسره کولو لپاره په استانبول کې زمېنه برابره کړي.