شي جين پينګ د هانکانګ له نوي منتخب اجرائيه رئیس لي جيا چاو سره وکتل
CMG2022/05/31 14:50:19
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د مې په ۳۰ مه نېټه د بېجينګ په دیاويوتای مېلمستون کې د هانکانګ له نوي منتخب او د چين د مرکزي حکومت لخوا ټاکل شوي اجرائيه رئیس لي جيا چاو سره وکتل.

شي جين پينګ لي جيا چاو ته د هانکانګ د شپږمې دورې د اجرائيه رئیس د ټاکل کېدو په پار مبارکي وويله او د هېواد امنيت او د هانکانګ سمسورتيا لپاره يې د لي جيا چاو خدمتونه وستايل او نوموړی یې وړ شخص وباله.

شی جين پينګ وويل، چې له تېر کال راهيسې د هانکانګ د ټاکنیز نظام په رڼا کې په دغه سيمه کې د انتخاباتو کميسيون، تقنيني کمېټې او د اجرائيه رياست د شپږمې دورې ټاکنې په برياليتوب ترسره شوي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې نوي ټاکنيز نظام د هانکانګ حکومتوالي او ابادي او د ځايي اوسېدونکو د حاکميت حقونه تامين کړي او دا چارې د يوه هېواد او دوو نظامونو له پاليسۍ، د هانکانګ له واقعي وضعيت او د پرمختګ له اړتياوو سره سمون لري او باید اهميت ورکړل شي او ټينګار بايد پرې وشي.

شي جين پينګ وويل، سږکال چين ته د هانکانګ د بېرته ستنېدو ۲۵مه کليزه ده. د يوه هېواد او دوو نظامونو پاليسي په تېرو ۲۵ کلونو کې له ډېرو ننګونو سره سره بيا هم په برياليتوب عملي شوې او د چين د مرکزي حکومت د يادې پاليسۍ د عملي کولو اراده نه ده بدله شوې او نه به هم بدله شي.

هانکانګ د مرکزي حکومت او د ټولنې د بېلابېلو برخو د ګډو هڅو په وسيله د ګډوډۍ له حالته منظمې حکومتوالۍ ته ستون شوی او داسې کليدي پړاو ته ننوتلی، چې له حکومتوالۍ د سمسورتيا په لور روان دی. نوموړي باور وښود، چې د دې سيمې مقامات به نوې مثبته بڼه وښيي او نوی پرمختګ به ومومي.