چين د ۲۰۲۲کال په لومړۍ ربعې کې د بهرنيو پانګونو د سوداګريز چاپيريال څيړنيز راپور خپور کړ
CMG2022/05/31 10:16:07
شريکول:

د چين د سوداګرۍ پرمختيايي ټولنې د مې په دېرشمه نېټه د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ ربع کې د چين د بهرنيو پانګونو د سوداګريز چاپيریال څيړنيز راپور خپور کړی، چې له مخې يې د دغه هېواد د سوداګريز چاپيريال په برخه کې د بهرنيو تصديو ارزونې مثبتې او لوړې ښودل شوې دي.

د چين د سوداګرۍ پرمختيايي ټولنې وياند یوو يي په همدې ورځ په يوې خبري ناستې کې وويل، چې ټولنې يې د بهرنيو تصديو لپاره کاري خدمتي ډله جوړه کړې او د بهرنيو سوداګريزو ټولنو، بهرنیو تصديو او د سوداګرۍ د پرمخبيولو د ملي ارګانونو ترمنځ د تبادلې ميکانيزم يې بشپړ کړی دی.

نوموړي وويل، چې ټولنه يې د بهرنيو تصديو غوښتنې په نظر کې نيسي او څيړي يې او د دوی د پانګونو، توليد او سوداګريزو چارو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې لرې کوي.

راپور وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د څلورمې ربعې په پرتله په سروې کې ۷۱ سلنه ګډونوالو بهرنیو تصديو د خپلو چارو پيمانه ساتلې او ۱۶،۴ سلنه تصديو خپلې چارې پراخې کړې دي.