چين: د اسيا او ارام سمندر سيمې د برياليتوب راز تقابل نه، بلکې ګډې همکارۍ دي
CMG2022/05/31 14:50:58
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په ۳۰ مه نېټه په مطبوعاتي غونډې کې وويل، چې د اسيا او ارام سمندر سيمې د برياليتوب راز تقابل نه، بلکې ګډې همکارۍ دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د سيمه يیز ثبات په اړه د ماليزيا د پخواني صدراعظم مهاتير تازه څرګندونې وستایلې او ويې ويل، چې امريکا د خپلو ګټو لپاره اقتصادي مسئلې سياسي کړي او د سيمې او نړۍ ګټو ته يې زيانونه رسولي دي او دغه کړنه يې د نړيوالو ملاتړ نه شي ترلاسه کولی او نه هم دوام کولی شي.

نوموړي زياته کړه، چې چين به له سيمه يیزو هېوادونو سره په ګډه رښتينی څواړخيزم عملي او پرانيستې اقتصادي اړيکې به ټينګې کړي او د اسيا او ارام سمندر سيمې د ابادۍ لپاره به هڅې وکړي.

د ماليزيا پخواني صدراعظم مهاتير د اسيا د راتلونکي ۲۷م نړیوال کنفرانس ته په وينا کې ويلي وو، چې د اندو-پاسيفيک اقتصادي چوکاټ (IPEF) اقتصادي نه، بلکې سياسي چوکاټ دی او هدف یې د چين ګوښه کول او مخه نيول دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين د نورو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره خدمتونه کړي، خو بيا یې هم مخه نيول کيږي. اقتصادي وده شخړې ته نه ، بلکې ثبات ته اړتيا لري.

مهاتير زياته کړې، چې امريکا د چين د پرمختګ مخنيوی غواړي، ځکه يې جنوبي سمندرګي ته پوځي بېړۍ ليږلې دي او دا ښايي د حادیثو او جګړو سبب وګرځي او د اسيان هېوادونو پرمختګ به وننګوي.

نوموړي په امريکا غږ کړی، چې د چين پر وړاندې دې شخړې نه راپورته کوي، بلکې سيمه يیز ثبات کې دې مرسته وکړي.