د امريکا ولسمشر جوبايډن به د مې په ۳۱مه نېټه د دې هېواد د فدرالي زيرمو کميټې له رئيس پاويل سره وګوري او د انفلاسيون) پيسو پړسوب( او د نړۍ د اقتصادي حالاتو په اړه به ورسره خبرې وکړي.
دا به د تېر کال له نومبر راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ لومړۍ کتنه وي.
په امريکې کې د پیسو پړسوب ډېر زيات شوی او په کور دننه د بايډن پر ملاتړ يې بده اغېزه کړې او د دې ترڅنګ نوموړی د جمهوري غوښتونکو له کلکو نيوکو سره هم مخ شوی دی.
جمهوري غوښتونکي وايي، چې امريکا کې د محصولاتو بيې لوړې شوي او د بايډن مالي تګلاره او د امريکا د ژغورلو د ۱۹۰۰مليارډو په ارزښت پلان د اوسني سخت حالت سبب بولي.
د امريکا د اقتصادي حالاتو پخواني راپور کې ويل شوي، چې د روان کال په اپرېل کې د امريکا د شخصي مصرفي لګښت (PCE) ګراف د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۶ اعشاريه ۳ زيات شوی دی.
(غاټول)