شي جين پينګ د چين د سونګ چينګ لينګ صندوق ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2022/05/31 15:05:44
شريکول:

د چين د سونګ چينګ لينګ صندوق د ۴۰مې کليزې يادغونډه د مې په ۳۱مه نېټه په بېجینګ کې تر سره شوه.     

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ياد صندوق ته د ۴۰مې کليزې په پار د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي په دغه پيغام کې د سونګ چينګ لينګ صندوق چارې ستايلي او کارکوونکو او کورنيو او بهرنيو کارپوهانو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړې دي.

نوموړي زياته کړې، ‌چې د چین سونګ چينګ لينګ صندوق په تېرو ۴۰ کلونو کې د چين د کمونېست ګوند تر چتر لاندې د نړيوالې دوستۍ د ژورتيا، د چين د لويې وچې او تايوان، هانکانګ او مکاو ترمنځ د نظر تبادلو د زياتولو او د ځوانانو د روزلو په برخو کې مهم رول لوبولی دی.