چين: افغانستان په کليدي پړاو کې دی او له ګډوډۍ د حکومتوالۍ په لور روان دی
CMG2022/05/31 14:49:42
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په ۳۰مه نېټه په يوې مطبوعاتي غونډې کې وويل، چې افغانستان اوس په داسې کليدي پړاو کې دی او د ګډوډۍ له حالته په وتلو او حکومتوالۍ لور ته روان دی.

نوموړي وويل، چې چين به د افغانستان د دایمي ثبات او ارامۍ لپاره د سيمې له هېوادونو سره خپلمنځي نظر تبادلې او همغږي پياوړې کړي، اجماع به جوړه کړي او له هېواد سره به مرستو ته دوام ورکړي.

څو هېوادونو په تاجکستان کې تېره اوونۍ د افغانستان او سیمه ييز امنيت په اړه خبرې وکړې او د دوشنبې اعلاميه يې خپره کړې ده.

د چین استازي هم پدې غونډه کې ګډون کړی و.

ښاغلي جاو لي جيان د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، چې د چين د دولت رئیس شي جين پينګ څه موده مخکې نړۍ ته د ګډ امنيت وړانديز کړی او ويلي يې دي، چې نړيوال دې د مشترکې، جامعې، همکاريزې او دواملرونکې نوې امنيتي مفکورې پر اساس نړيواله سوله او امنيت وساتي.

جاو لي جيان زیاته کړه، چې هېواد به يې د رئیس شي د دغو خبرو د روحيې له مخې له سیمه يیزو هېوادونو سره ګډې هڅې وکړي او له ننګونو سره د مقابلې په برخه کې به له افغانستان څخه ملاتړ وکړي.