ولې د کرونا وبا پر وړاندې د چين د "متحرکې تصفيې" کړنلاره غوره ده؟
CMG2022/05/31 15:08:10
شريکول:

 په امريکا کې د مې مياشتې له ۲۱مې نیټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې، پر کرونا وبا د اخته کسانو ورځنی شمېر نژدې ۱۱۰ زرو ته رسېدلی، چې د دوو اوونیو دمخه په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

په دغه هېواد کې د دوبي په رارسېدو سره په هره اوونۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو منځنی شمېر د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت ۶ چنده زيات شوی دی.

امريکايي رسنیو په دې وروستیو کې ويلي، چې په امريکا کې د کرونا  وبا ناروغانو شمېر په خاموشۍ زياتيږي، خو حکومتي چارواکي پرې غلي دي.

 د چين حکومت په بېجينګ او شانګهای کې د کرونا وبا د خپرېدو څپې مهار کړي او پايلې يې څرګندې دي.

روغتيا نړيوال سازمان د مې په لومړيو کې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، د ۲۰۲۱م کال تر پای پورې په ګرده نړۍ کې د کرونا وبا له امله ۱۵ ميليونه خلک وژل شوي او په چین کې يې بيا په يادې وبا د اخته کسانو او مړينې کچې ډېرې ټېټې ښودلې دي.

يادې شمېرې د کرونا وبا پر وړاندې د چين او امريکا د دوو مختلو اهدافو ریښتینی انځور څرګندوي.

کرونا وبا له يو ميلیون څخه زیاتو امریکایانو ژوند اخیستی، ۲۰۰ زره امريکايي ماشومان يې يتيمان کړي او بې شمېره امریکایي کورنۍ يې د غم پر ټغر کېنولې دي.

په امريکا کې د دې انساني تراژیدۍ اصلي دلیل دا ښودل شوی، چې امريکايي سیاستوال د وبا د مخنیوي او کنټرول کړنلارې پر ځای خپلو شتمنيو او سیاسي ګټو ته لومړيتوب ورکوي.

امريکا کې د وبا پر وړاندې له ناکامۍ مبارزې وروسته، د کالیفورنیا ایالتي حکومت د روان کال په فبرورۍ کې اعلان وکړ، چې ايالت يې نارمل حالت ته ننوتلی او هر څوک هر ځای بې له ماسکه تګ راتګ کولی شي.

د امريکا ټولو ایالتي حکومتونو د روان کال په مارچ کې د ماسک اچولو امرونه لېرې کړل، خو ډېر ژر په دغه هيواد کې د کرونا وبا د خپرېدو شدت هم زيات شو.

د کرونا وبا پر وړاندې د امريکې منفي تګلارې د خلکو ژوند ننګولی دی.

د چین واکمن ګوند او حکومت بيا د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکړی او د وبا محرکې تصفيې ته يې غاړه اېښې ده.

 چين د کرونا وبا پر "محرکې تصفيې" ټينګار لري

د چين حکومت د کرونا وبا د بيا راګرځيدو مخه نيسي او هڅه کوي، چې په هيواد کې يې په لويه پيمانه دا وبا خپره نه شي او موخه يې دا ده، چې په لږ لګښت د وبا د مخنيوي او کنټرول تر ټولو ستر اغېز ترلاسه کړي او د خلکو روغتيا، ژوند او تولید وساتي.

د چين حکومت د معیشت د ساتنې تګلاره لري او اوږد مهاله پرمختګ يې په پام کې نیولی دی.

چین په نړۍ کې تر ټولو زيات نفوس لري او د لوړ عمر لرونکي کسان هم پکې ډېر زيات دي. په دغه هېواد کې د هغو کسانو شمېر، چې عمرونه يې له ۶۰ کلونو پورته دي، تر ۲۶۷ ميلیونو هم زيات دی.

که د چين حکومت د کرونا پر وړاندې منفي کړنلاره غوره کړي، نو وبا به په دغه هېواد کې په پراخه پیمانه خپره شي او د تصور نه وړ پایلې به ولري. 

د چين حکومت هوډ لري، چې د وبا مخه باید ونيسي او په عين وخت کې بايد خپل اقتصاد هم ثابت وساتي، نو ځکه يې د "محرکې تصفيې" تګلاره ټاکلې ده.

د چين د اقتصادي ودې سرعت په وروستيو څو کلونو کې د نړۍ د سترو اقتصادونو په سر کې ځای لري.

د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۴.۸ سلنه زياتوالی ښيي، چې دغه رقم له تمې زیات دی.

 د نړيوال پولي صندوق مشر اقتصاد پوه پيري اوليوير ګولانزا په دې وروستيو کې ويلي، چې د چين حکومت د کرونا وبا د "محرکې تصفيې" تګلارې په مټ د خپل اقتصاد عادي فعاليت ډاډمن کړی دی.

حقايقو ثابته کړې، چې د کرونا وبا د محرکې تصفيې کړنلاره د چين له ملي شرايطو او علمي قوانينو سره سمون لري او دا تګلاره نه یوازې د دې هیواد خلکو ته، بلکې د نړۍ خلکو ته هم ګټې رسوي. (ژباړه: شکريه)