چين د پاکې انرژۍ د لوړ کيفيت د پرمختګ هڅولو رسمي لايحه خپره کړه
CMG2022/05/31 11:20:16
شريکول:

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې او انرژۍ ادارې د مې په ۳۰ مه نېټه په نوې زمانې کې د پاکې انرژۍ د لوړ کيفيت د پرمختګ هڅولو لايحه خپره کړې ده.

په دغه لايحه کې راغلي، چې د چين حکومت به تر ۲۰۳۰م کال پورې د بادي او لمريزې بريښنا توليدي اندازه  ۱ ميليارډ او ۲۰۰ ميليونو کيلو واټو ته ورسوي او په ټول هيواد کې به د پارکونو، کم کاربن، خوندي او لوړ کيفيت انرژۍ سيسټم جوړ کړي.

د مالوماتو له مخې، چين په تېرو څو کلونو کې د بادي او لمريزې بريښنا په شمول د پاکې انرژۍ په برابرولو کې ښه پرمختګ کړی دی.

په چين کې د سږ کال تر اپريل پورې د پاکې انرژۍ اندازه ۷۰۰ ميليونو کيلو واټو ته رسېدلې او په نړۍ کې يې لومړۍ ځای خپل کړی دی.