شمېرې: چين د ښځو او ماشومانو د روغتيا ساتنې په برخه کې پوره لاسته راوړنې لري
CMG2022/05/31 10:36:12
شريکول:

د ښځو او ماشومانو روغتيايي حالت د یوه هېواد د روغتيايي سويې، د ژوند د کيفيت او د تمدن ښکارندويي کوي او همدا د ۲۰۳۰ کال د چين د روغتيايي پلان یوه مهمه برخه ده.

 د جون لومړۍ نېټه د ماشومانو نړيوالې ورځې سره برابره ده.

شمېرې ښيي، چې په چين کې له لسو کلونو راهيسې د ماشومانو د روغتيا ساتنې انډول په سلو کې ۹۰ ساتل شوی او د اميندوارو مېرمنو، کوچنيانو او له پنځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو د مړينې انډول ډېرې ټيټې سويې ته رسيدلی دی.

د چين د روغتيا ملي کميټې د ښځو او ماشومانو د روغتيايي څانګې مشرې سونګ لي د مې په دېرشمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين د ښځو او ماشومانو روغتيايي سويه په تېرې يوې لسيزې کې ډېره لوړه شوې او حکومت ورته اړوند خدمتي سيستم پوره بشپړ کړی دی.(غاټول)