د چين او د ارام سمندر د ټاپو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دوهمه غونډه تر سره شوه
CMG2022/05/31 11:19:40
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د فيجي صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير جوسايا ووریقې بانيماراما د مې په ۳۰ مه نېټه د چين او د ارام سمندر د ټاپو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د دوهمې غونډې مشري وکړه.

وانګ يي دغې غونډې ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پيغام ولوست. 

رئيس شي جين پينګ څه موده وړاندې نړۍ ته وړانديز کړی، چې د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي.

وانګ يي وويل، چې اوسمهال ټوله نړۍ له ننګونو او بدلونونو سره مخ ده او په داسې حالاتو کې د چين او د ارام سمندر د ټاپو هېوادونو تر منځ همکارۍ به خلکو ته ډېرې ګټې ورسوي او ټول به روښانه راتلونکي ولري.

نوموړي وويل، چې چين به د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د اقليم بدلون، د ناورينونو مخنيوي او کرنې په شمول شپږ همکاريز ډګرونه جوړ کړي.