په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۲۶۵۵۸۰۳۳ ته رسېدلی
CMG2022/06/01 12:06:42
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۳۱ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۳۱مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۹ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۲۱۹۷۱۵ زيات ښودل شوی او عمومي شمېر يې ۵۲۶۵۵۸۰۳۳ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۶۵۵ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۲۸۷۱۱۷ ته رسېدلی دی.