شي جين پينګ د زامبيا له ولسمشر هاکايندي هيچليما سره ټيلېفوني خبرې وکړې
CMG2022/06/01 11:54:21
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۳۱مې نېټې په ماسپښين د زامبيا له ولسمشر هاکايندي هيچليما سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

 شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې چين به له افريقا سره د يو کمربند او يوې لارې د لوړ کيفيت ګډې ابادۍ، د روغتيا ساتنې، د بې وزلۍ د کمولو، له بزګرانو سره د مرستې، سوداګرۍ او پانګونې، زرغون پرمختګ او ډيجيټلي اقتصاد په برخو کې همکارۍ ژورې کړي او د اقتصاد بيارغونې او دوامدار پرمختګ په برخه کې به ورسره مرستې وکړي او په نوې زمانه کې به د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو بهير پرمخ يوسي.

هاکايندي هيچليما په خپلو خبرو کې وويل، چې زامبيا د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د چين د يو کمربند او يوې لارې، د نړيوال پرمختګ او نړيوال امنيت له وړانديزونو ټينګ ملاتړ کوي او غواړي د چين او افريقا د همکارۍ فورم په چوکاټ کې ورسره هر اړخيزې همکارۍ ژورې کړي.

هاکايندي هيچليما د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د بشپړ برياليتوب هيله هم وښوده. (ژباړه: شکريه)