روسيه: دوو اروپايي تصديو ته طبيعي ګاز نه ورکوو
CMG2022/06/01 10:58:21
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د طبيعي ګازو صنعتي شرکت د مې په ۳۱مه نېټه اعلان کړی، چې د جون له لومړۍ نيټې څخه به د ډنمارک اورسټېډ انرژۍ شرکت او شېل شرکت له لارې المان ته د طبيعي ګازو ليږد وځنډوي.

د روسيې د طبيعي ګازو صنعتي شرکت پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې يادو دوو شرکتونو د مې تر ۳۱مې نيټې پورې روسيې ته د اپرېل د ګازو پيسې نه دي ورکړي او دغه شرکتونه پلان نه لري، چې له روسيې څخه په روبل ګاز وپيري، نو ځکه يې پرېکړه کړې، چې يادو شرکتونو ته نور ګاز ورنه کړي.