چین د اقتصادي چارو د ثبات لپاره اغېزمن تدبیرونه اعلان کړل
CMG2022/06/01 14:36:03
شريکول:

د چین دولتي شورا د مې په ۳۱مه نېټه د اقتصادي چارو د ثبات لپاره ۳۳ تدبیرونه خپاره کړي، چې له مخې به یې په اقتصادي دوران کې ستونزې لیرې او اړتیاوې به یې زیاتې شي.

د چين په یادو تدبیرونو کې مالي تګلارې، پولي تګلارې، د پانګونې هڅوونکې تګلارې، د غلودانو او انرژۍ امنیت ساتونکې تګلارې، د تولید او عرضې ځنځیرونو د تضمین او د خلکو ژوند د ساتلو تګلارې په شمول یو لړ پالیسۍ شاملې دي. (هیله)