شي جين پينګ د چين په لرغونو حماسي شعرونو خپل احساسات څرګند کړل
CMG2022/06/01 15:01:57
شريکول:

چينايان د کرهنيزې جنترۍ د پنځمې مياشتې په پنځمه نېټه دان وو اختر لمانځي او په همدې ورځ د ځونګ ځه په نوم ځانګړي خواړه پخوي او د ښامار کيښتيو سيالۍ کوي.

 د ځونګ ځه او د ښامار کيښتيو تاريخ د چين لرغونې زمانې ته رسيږي او اړيکې يې د جان ګو په لړۍ کې د وطن پاللونکی شاعر چوي يوان پورې اړه لري.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ څو څو ځلې د شاعر چوی يوان شعرونه لوستلي او د هېواد د پالنې احساسات يې خپاره کړي دي.

د جان ګو په لړۍ کې يعنې څه باندې دوه زره کلونه مخکې هېواد پاله شاعر چوی يوان پوی شوی و، چې خپل وطن يې تر تيري لاندې دی او هر وخت به يې خپګان څرګنداوه. هغه د کرهنيزې جنترۍ د پنځمې مياشتې په پنځمه ورځ د مي لو سيند ته ځان وغورځاوه او خپل ژوند يې ختم کړ او په همدې لارې يې وطن سره مينه څرګنده کړه.

ځايي اوسيدونکو په مي لو سيند کې کيښتۍ چلولې، څو چوی يوان ومومي، خو نه وو توانيدلي او وروسته د ښامار کښتيو چلول ګام په ګام په يو دود واوښتل.ځايي اوسيدونکو انديښنه درلوده، چې کبان به د چوی يوان بدن وخوري، نو په سيند کې يې کبانو ته وريجې اچولې، څو کبان ماړه شي او د هغه بدن ونه خوري او وروسته په چين کې د ځونګ ځه د خوړلو دود رامنځته شو. ځونګ ځه د وريجو داسې خواړه دي، چې د باڼس په پاڼو کې تاو شوي وي.

 په دغه کېسه کې د چوی يوان د وطن دوستۍ احساسات ښکاره شوي، چې هغه د تيري پر وړاندې خپل ژوند پای ته رسولی، خو د تسليميدو اراده يې نه درلوده.  دغه کېسه دا هم څرګندوي، چې خلکو له خپل وطن پالونکي شاعر سره ژوره مينه لرله او ورته يې احترام درلوده.

دا کېسه زرګونه کاله مخکې پېښه شوې او هغه مهال به خلکو د چوی يوان شعرونه لوستل او د همدغې روحيې له مخې چينايانو زيارونه ايستلي او هيواد ته يې پرمختګ ور کړی دی.

 د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۴م کال په اپريل کې پر چين د جاپان د تيري جګړې يعنې د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۶۹مې کاليزې په يو سمينار کې د چوی يوان شعر ولوسته. په شعر کې ويل شوي، هغه اتلان چې غواړي د خپل وطن لپاره ځانونه قربان کړي، دا نه يوازې د دوی زړه ورتوب په ګوته کوي، بلکې د خپل وطن د ساتنې د ټينګ هوډ ښکارندويي هم کوي.

اوسنۍ نړۍ د سلو کالونو په درشل کې له سترو بدلونونو سره مخ ده او هر هېواد خپلې سرې کرښې ايستلې دي. چين د ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو بشپړتيا پر اصولو ټينګار لري او هيڅ ځواک ته به اجازه ور نه کړي، چې دغه اصول يې مات کړي، خو د افسوس وړ خبره ده، چې امريکا په وروستيو کې د تايوان چارو په اړه چين ننګوي. چينايان له لرغونۍ زمانې راهيسې د خپل وطن د ساتنې روحيه لري. که هر دښمن او ځواک وغواړي، له چين څخه کومه برخه جلا کړي، نو چينايان به یې پر وړاندې ودريږي او پياوړی ځواب به ورکړي. دا روحيه چينايان لري او زرګونو کالونو راهيسې نسل په نسل خپريږي.

شي جين پينګ د چوی يوان يو بل شعر هم ولوست. چوی یوان په دغه شعر کې ويلي، چې هغه د خلکو د ژوند ستونزو او مشکلاتو ته ډېر خپه وي، چې د خلکو ژوند يې سخت وي، نو هر وخت يې له سترګو اوښکې بهيږي.د خلکو ژوند ته پاملرنه او د دوی د نيکمرغۍ لپاره زيار اېستنه د چين د کمونېست ګوند چارې هم دي.
د چين حکومت په هيواد کې د بېوزلۍ له منځه وړلو د ننګونو پر وړاندې هراړخيز برياليتوب ترلاسه کړی او اوس یې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه پېل کړې ده. دا په چين کې د بشري حقونو د ساتنې ځانګړې چارې دي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۵مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له عالي کميشنرې باچيليټ جيريا سره د انلاين ليدنې په ترڅ کې د چين د تاريخ او فرهنګ په اړه خبرې وکړې او نوموړې ته يې د هېواد د بشري حقونو چارو د پرمختګ په هکله معلومات ورکړل.

ځيني هېوادونه د چين د بشري حقونو پر چارو بې ځايه نيوکې کوي، خو په حقيقت کې د بشري حقونو د ساتنې نظريې ډېر پخوا د چين په عنعنوي فرهنګ کې ځانګړی ځای درلود.

فرهنګونه توپير لري، ځيني لويديځ هېوادونه ښايي د چين د بشري حقونو په چارو نه پوهيږي، خو چې مالومات نه لري، نو پر چين  بايد بې بنسټه نيوکې هم ونه کړي!