شي جين پينګ د چين ماشومانو مرکز ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2022/06/01 11:56:33
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت ريئس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د چين د ماشومانو مرکز د جوړېدو د څلويښتمې کاليزې په مناسبت دغه مرکز ته د مبارکۍ پيغام ليږلی او د ماشومانو نړيوالې ورځې د رارسېدو په درشل کې يې د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب ټولو ماشومانو ته د يادې نړيوالې ورځې مبارکي ويلې ده.

نوموړي په پيغام کې هيله ښودلې، چې ماشومان په خپلو زده کړو کې پرمختګ او په خوښۍ ژوند وکړي او په سالم ډول وده وکړي.

 

د چين د ماشومانو مرکز په ۱۹۸۲م کال کې تاسيس شوی او د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ له غوره کېدو وروسته د اضافي کورسونو او د ماشومانو د پرمختګ په اړه د هېواد په کچه لومړی څېړنيز ارګان دی.

 

د چين ماشومانو مرکز په تېرو څلوېښتو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی او سلګونو ميليونو ماشومانو د دغه مرکز په بېلا بېلو فعاليتونو کې ګډون کړی دی. (ژباړه: شکريه)