تهران: امریکا پرېکنده خبره نه کوي او په لوی لاس یې د ایران د اټومي مسئلې حل ځنډولی
CMG2022/06/01 14:36:47
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعيد خطيب زاده د مې په ۳۱مه نېټه په یوې خبري ناستې کې پر امریکا نیوکه کړې، چې سياستوال یې زړه نا زړه او پرېکنده خبره نه کوي او د ایران د اټومي مسئلې حل يې ځنډولی دی.

نوموړي ویلي، چې امریکې د ایران او اروپا وړاندیزونو ته هېڅ غبرګون نه دی ښودلی او د اتومي تړون خبرې يې ځنډولې دي.

خطیب زاده زياته کړې، که امریکا په نږدې وخت کې سیاسي پرېکړه وکړي، نو د ایران د اټومي مسئلې خبرو اترو کې پرمختګ راتلی او د تړون لاسلیک ته به لاره هواره شي.

نوموړي د ایران د اټومي مسئلې د خبرو اترو مهم ټکی دا ياد کړی، چې د دغه تړون په چوکاټ کې بايد د ایران اقتصادي ګټې وساتل شي او امريکا بايد پر دغه هېواد لګيدلي بندیزونه لغوه کړي. (هیله)