اروپايي ټولنې له روسیې څخه د ۷۵ سلنه تیلو پر واردولو د بنديز هوکړه وکړه
CMG2022/06/01 14:39:22
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې ځانګړې سرمشریزه غونډه د مې په ۳۰مه او ۳۱مه په بروکسیل کې ترسره شوه.

د اروپايي شورا رئيس چاریس میشل د مې په ۳۰مه نېټه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشرانو پر روسیې د ۶مې دورې بندیزونو په اړه موافقه کړې او له دغه هيواد څخه به د ۷۵ سلنه تیلو واردات بند کړي.

نوموړي ويلي، چې له روسيې څخه د پایپلین له لارې د تیلو عرضه اوس عادي روانه ده.

اروپايي ټولنه به د سږ کال تر پایه پورې له روسیې څخه د تیلو واردات ۹۰ سلنه کم کړي او موخه يې دا ده، چې د روسیې عایدات کم کړي او د اوکران کړکېچ د ختمولو په برخه کې پر مسکو زیات فشارونه واچوي. (هیله)