د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اقليمي بدلون په اړه د وزيرانو په کچه شپږمه غونډه د مې په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه تر سره شوه.
د چين د ايکلوژۍ او چاپيريال ساتنې وزير هوانګ ژون چيو د دغې غونډې د ائتلافي رئيس په حيثیت د اقليمي بدلون شپږمه غونډه کې انلاين ګډون او وينا وکړه.
د اقليمي بدلون په چارو کې د چين ځانګړې استازي شيه جن هوا د سويډن په ستوکهولم کې په دغې غونډې کې افلاين ګډون کړی و.
د اقليمي بدلون د وزيرانو په کچه دغه غونډه په لومړي ځل په ۲۰۱۷م کال کې د چين، اروپايي ټولنې او کاناډا لخوا جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د اقليمي بدلون په اړه خبرې کيږي.