د سین هوا اژانس د خبر له مخې، اسرائیل او متحده عربي اماراتو د مې په ۳۱مه نېټه په دوبۍ کې د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کړی دی.
دا له عربي هېواد سره د اسرائیل لومړی سوداګریز تړون دی.
د اسرائیل حکومت مطبوعاتي دفتر په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د یاد تړون په لاسلیک سره به له متحده عربي اماراتو سره په سوداګرۍ کې د ۹۶ سلنې تولیداتو تعرفې ګام په ګام لغوه شي، چې په خواړو، کرهنیزو چارو، د سینګار توکو، طبي تجهیزاتو او درملو پورې اړه لري.
اعلاميه وايي، چې په ياد تړون کې د څار او نظارت ، ګمرکي ادارې، انلاین سوداګرۍ، د پوهنې ملکیت حق په شمول ځينې نورې چارې هم شاملې دي.
(هیله)