شي جين پينګ د عربي متحده اماراتو له ولسمشر محمدبن زايد النهيان سره ټيلېفوني خبرې وکړې
CMG2022/06/01 10:12:43
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۳۱مې نېټې په ماسپښين د عربي متحده اماراتو له ولسمشر محمدبن زايد النهيان سره ټليفوني خبرې وکړې.

 شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په ټينګار ويلي، چې چين به له عربي متحده اماراتو سره په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې نژدې اړيکې وپالي او د نړيوال پرمختګ او نړيوال امنيت د غوښتنو په اړه به ورسره نږدې همغږي وساتي.

نوموړي ويلي، چې چين به له عربي متحده اماراتو سره يو ځای په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډې همکارۍ وکړي، پر عادلانه او معقول لوري د نړيوالې ادارې سیستم د پرمختګ او د نړۍ د دايمي سولې او دوامدار پرمختګ لپاره به ګډې هڅې وکړي.

محمدبن زاید النهیان په خپلو خبرو کې يو ځل بيا پر دې ټينګار کړی، چې عربي متحده امارات به د تېر په څېر له چين سره ټينګې اړيکې وپالي.

نوموړي باور ښودلی، چې د عربي متحده اماراتو او چين د حکومتونو د ګډو کوښښونو په رڼا کې به يې خپلمنځي ستراتيژيکې اړيکې روښانه راتلونکی ولري او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لا زياتې ګټې ورسوي. (ژباړه: شکريه)