امريکايي سياستوال خپل ماشومان نه شي ساتلی، نو بشري حقونه به څنګه وساتي؟
CMG2022/06/01 10:46:07
شريکول:

امريکايي سياستوال خپل ماشومان نه شي ساتلی، نو بشري حقونه به څنګه وساتي؟
يوه اوونۍ وړاندې، د امريکا د ټکساس ايالت د يوالدا ښار د روبو ابتدايي ښوونځي کې د ډزو پېښه وشوه، چې له امله يې د ۱۹ ماشومانو په شمول ۲۱ کسان ووژل شول.

دغې پېښې نه يوازې په امريکا کې دننه د خلکو غبرګونونه راپورته کړي، بلکې نړۍ ته يې هم ټکان ورکړی دی.

نیويارک ټايمز په يوې ليکنې کې ويلي، چې امريکا خپل ماشومان نه شي ساتلی، خو د متمدن هېواد دعوا لري؟

د امريکا د ځمکو دفاعي او امنيتي ادارې په يوه شمېرنه کې ويلي، چې د روان کال په بهير کې د امريکې په ښوونځيو کې دا ۱۳۷ مه پېښه ده او د تېرو لسیزو په خونړيو پېښو کې يې تر ټولو ډېره ټکان ورکوونکې بللې ده.

امريکا په نړۍ کې د يوازيني زبرځواک لرونکي هېواد په توګه خپل ماشومان نه شي ساتلی، نو سياستوال يې بيا په کومو سترګو د ډيموکراسۍ او بشري حقونو خبرې کوي؟

شنونکي وايي، چې د امريکا تش په نوم بشري حقونه له هغو کمزورو ډلو سره تړاو نه لري چې په ټاکنو کې د رايې د تر لاسه کولو لپاره ترې کار اخلي، بلکې بشري حقونه يوازې په ډيموکراسۍ او ټوپک جوړوونکو پسې تړلي بولي.
د امريکا نفوس د نړۍ د عمومي نفوس په سلو کې څلور برخه نيسي، خو څه باندې څلور سوه ميليونه خلک يې بيا ټوپکونه او وسلې لري او دغه شمېر په نړۍ کې د شخصي ټوپکونو د عمومي شمېر په سلو کې ۴۶ نيسي او لومړی ځای يې خپل کړی دی.

 ابتدايي شمېرې ښيي، چې په امريکا کې د ۲۰۲۲ کال په لومړيو ۱۴۵ ورځو کې لږ تر لږه ۲۱۳ د ډزو پېښې شوې دي.

(غاټول)