چين: سرحدي مسئله د چين او هند د اړيکو پوره بڼه نه ده
CMG2022/06/01 12:08:43
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په ۳۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د هيواد سرحدي مسئله يې له هند سره د خپلمنځي اړيکو پوره بڼه نه ښکاره کوي.

د هند د سوداګرۍ وزارت تازه شمېرې ښيي، چې امريکا اوس د چين پر ځای له هند سره تر ټولو زياته سوداګري لري.

جاو لي جيان وويل، چې د چين د احصايې له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې د چين او هند تر منځ د سوداګرۍ اندازه ۱۲۵ ميليارډو او ۶۶۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې او چين د هند تر ټولو لوی سوداګريز همکار پاتې شوی او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اندازه په لومړي ځل له ۱۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه زياته شوې ده.

د شمېرو د بېلو چلندونو له امله، د دواړو هېوادونو شمېرې يو له بل سره توپير لري.

نوموړي زياته کړه، چې د چين او هند په سرحدي سيمو کې اوس حالات ثابت ښکاري او په ډيپلوماتيک او پوځي چينل يې تماسونه نژدې شوي دي.

چين په دې باور دی، چې سرحدي مسئله د چين او هند تر منځ د اړيکو پوره بڼه نه ښکاره کوي او ذات البيني اړيکو کې دې دغې مسئلې ته مناسب ځای ورکړی شي او په اغېزناکه توګه دې حالات کنټرول شي.

جاو لي جيان هيله وښوده، چې هند له چين سره خپلمنځي متقابل باور زيات او واقعي همکارۍ ورسره پياوړې کړي، تر څو د دواړو هېوادونو اړيکې پر سم لوري پرمختګ وکړي او خپلو خلکو ته ګټې ورسوي او سيمې او نړۍ ته لا زيات خدمتونه برابر کړي.