د امريکا د یو فارم خاوند: شي جين پينګ د زراعت په اړه ډېر مالومات لري
CMG2022/06/01 14:45:00
شريکول:

شي جين بینګ په ۱۹۸۵ کال کې د يوه پلاوي‌ په مشرۍ د امريکا اووا ايالت ته د کرکيلې د څېړنيزو چارو په اړه تللی و.

شي جين پينګ هغه مهال د چین د هه بې ولايت د جنګ دينګ ولسوالۍ ولسوال و.

نوموړي په ۲۰۱۲م کال کې يو ځل بيا اووا ويالت ته سفر وکړ او هلته يې له کين برلي فارم څخه ليدنه وکړه.

 نوموړی هغه مهال د چين د دولت مرستیال رئيس و.

د کين برلي فارم خاوند ريک کين برلي ترې ډېرې ښې خاطرې لري او وايي، چې رئیس شي جين پينګ همغه مهال ورته د غلو دانو د زېرمې او ساتنې په اړه ښه مالومات ورکړي وو.

ريک کين برلي وايي، چې د رئیس شي جين پينګ مالوماتو هغه ته ډېره ګټه رسولې ده.

 

د نورو مالوماتو لپاره دغه ویډیو وګورئ.