چين په يوې لسیزې کې د ازادې سوداګرۍ د تړونونو شمېر يو چند زيات کړی
CMG2022/06/02 16:13:02
شريکول:

چين تر ۲۰۱۲ م کال پورې د نړۍ له بېلا بېلو هيوادونو سره د ازادې سوداګرۍ ۱۰ تړونونه درلودل او تر ۲۰۲۲م کال پورې يې د يادو تړونونو شمېر ۱۹ ته رسيدلی، چې کابو یو چند زياتوالی ښيي.

د چين په بهرنې سوداګرۍ کې د ازادې سوداګرۍ ونډه له ۱۷ سلنه څخه ۳۵ سلنې ته پورته شوې او د يادو تړونونو اړوندو خواوو ته يې واقعي ‌ګټې رسولې دي.

رسيپ ((RCEP))  تړون د روان کال په پيل کې پلی شوی او د چين او آسيان ترمنځ‌  سوداګريزې چارې يې چټکې کړې دي.

 د ۲۰۲۲م کال په لومړۍ ربعه کې له آسيان سره د چين صادراتو او وارداتو ارزښت ۱۳۵۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸.۴ سلنه زياتوالی ښيي او آسيان د روان کال په لومړۍ ربعه کې يو ځل بيا د چين لومړی لوی سوداګريز ملګری پاتې شوی دی.