شي جين پينګ د برازيل ولسمشر جایر بولسونارو ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی
CMG2022/06/02 14:23:30
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په لومړۍ نېټه په برازيل کې د سختو سيلابونو د راوتلو په پار د دغه هېواد ولسمشر جاير بولسونارو ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.

د برازيل په شمال لوېديځ کې سخت سيلابونه راوتلي او خلکو ته يې سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې د سیلابونو له  امله چې د برازيل د شمال لويد‎یځ خلک يې سخت ځپلي، خواشيني څرکنده کړې ده.

نوموړي پر مړو شويو کسانو خپګان ښودلی او د دوی د کورنيو غړو ته يې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او ټپيانو ته يې د ښې روغتيا هيله ښودلې ده.