وانګ يي: د چين او امريکا اړيکې تر دې نوره نه شي خرابېدای
CMG2022/06/02 11:14:15
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزیر وانګ يي د مې په ۳۱مه نېټه ((د کيسنګر او د چين - امريکا د اړيکو په سيمينار کې)) ويډيويي وينا کړې ده.

نوموړي د چين او امريکا د اړيکو اوسنۍ فضا غيرعادي او د امريکا  اندېښنې يې بې ضرورته بللې دي.

وانګ يي ويلي، چې دا د چين حکومت عمده دنده ده، چې د هېواد پر پرمختګ تمرکز وکړي او د خلکو د ښه ژوند ارمان پوره کړي.

نوموړي زياته کړې، که امريکا د لويو هېوادونو تر منځ د سیالۍ په توګه د چین او امريکا اړیکې تعریف کړي او دا پالیسي ”تاسو له لاسه ورکوم، خو زه يې بايد وګټم “د هدف په توګه وټاکي، نو دا به دواړه هيوادونه په ټکر راولي او نړۍ به سره وپاشي او ګډوډي به رامنځته شي.

وانګ يي ويلي، چې د چین او امریکا اړیکې نوره نشي خرابېدای او بايد سم انتخاب ولرو. (ژباړه: شکريه)