د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس د جون په لومړۍ نېټه د سويډن په پلازمينې ستاکهولم کې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې د خوراکي توکو بحران پر وړاندې خاموش پاتې نه شي او پر وړاندې يې بايد غوڅ او پرېکنده غبرګون وښيي.
نوموړي ويلي، چې د روسیې او اوکراين روانه شخړه ښايي نړۍ د خوراکي توکو له بحران سره مخ کړي.
ګوتریس په همدې ورځ د سويډن له لومړۍ وزيرې ماګدالينا انديرسون سره تر ليدنې وروسته په يوې ګډې خبري ناستې کې ويلي، که د اوکراین او روسیې غلې دانې او سرې نړیوال بازار ته لاره ونه مومي، نو نړيواله ټولنه به د خوراکي توکو د خوندیتوب اغېزمنې لارې پيدا نه کړي.
ګوټريس ويلي، هڅې به وکړي، چې د روسیې او اوکراین د شخړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو لار ومومي.
نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د خوراکي توکو د ممکن بحران پر وړاندې غوڅ او پرېکنده ګامونه پورته کړي.
ګوټریس ويلي، چې د خوراکي توکو کړکېچ به مخ پر ودې هېوادونه سخت وځپي او نړيواله ټولنه يې بايد پر وړاندې تیاری ولري.
(ژباړه: شکريه)