چين د بيا کاروونکې انرژۍ د پرمختګ پلان خپور کړ
CMG2022/06/02 12:32:17
شريکول:

د چين حکومت په خپل څوارلسم پنځه کلن پلان کې اوج ته د کاربن ډای اکسايد د رسېدو مهال ويش ټاکلی دی.

د چين حکومت د جون په لومړۍ نېټې د بيا کاروونکې انرژۍ د پرمختګ پلان خپور کړی، چې د ياد پنځه کلن پلان په موده کې به یې بشپړ کړي.

د چين د بيا کاروونکې انرژۍ په پرمختګ پلان کې د پنځه کلن پلان په موده کې د پرمختګ هدف، مهمې دندې او تامينوونکي تدبيرونه ټاکل شوي دي.

د دغه پلان له مخې، په چين کې به تر ۲۰۲۵م کال پورې د بيا کاروونکې انرژۍ عمومي مصرفوونکې اندازه د يو ميليارډ ټنو سکاروپه اندازه وي، د بريښنا توليدي برخه کې به يې د بيا کاروونکې انرژۍ په وسيله د توليدوونکې بريښنا کلنۍ اندازه ۳۳۰۰ميليارډ کيلو واټو ته ورسيږي او د بادي او لمريزې انرژيو په وسيله د بريښنا توليدوونکې اندازه به يې يو چند زياته شي.   

د معلوماتو له مخې، په چين کې به د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د بيا کاروونکې انرژۍ چارو پرمختګ د لويې پيمانې، لوړ انډول، بازاري کېدو او لوړ کيفيت ځانګړتيا ولري.