د امريکا انټرنيټي قوماندانۍ پر روسيې سایبري بريدونه کړي
CMG2022/06/02 10:30:41
شريکول:

د امريکا د انټرنيټي قوماندانۍ قومندان او د ملي امنيت مشر پاول ناکاسوني د جون په لومړۍ نېټه ويلي، چې هيواد يې پر روسیې انټرنيټي بريدونه کړي دي.

نوموړي وويل، چې امريکا پر روسیې هراړخيز سایبري بريدونه او دفاعي فعاليتونه ترسره کړي دي. پاول ناکاسوني ياد سایبري بريدونه او دفاعي فعاليتونه قانوني بللي دي.

پاول ناکاسوني د امريکا د لوړ پوړي چارواکي په حیث په لومړي ځل پر روسیې د سايبري بريدونو ډاګيز پخلی کړی دی.

عامه افکار په دې اند دي، چې د ناکاسوني يادې څرګندونې د امريکا له  ژمنو او څرګندونو سره په ټکر کې دي.

امريکايي چارواکو څو څو ځلې ويلي، چې هيواد به يې د روسیې او اوکراين ترمنځ په روانې جګړې کې مستقيم ښکېل نه شي او د دې جګړې د لا سختوالي د مخنيوي لپاره به لارې چارې ولټوي.