د چین او امریکا د اړیکو په اړه د کیسنګر څرګندونې
CMG2022/06/02 11:05:49
شريکول:

((د کیسنګر او چین - امریکا د اړیکو سیمینار)) د مې میاشتې په ۳۱ نیټه تر سره شو. د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير هنري کيسنګر په دې سيمينار کې په خپله وينا کې وويل، چې د تايوان مسئله تل د چين او امريکا د اړيکو مهمه برخه ده. پنځوس کاله مخکې د چين او امريکا د وخت مشرانو تر منځ تفاهم ته رسېدلی و، چې امريکا د يو چين اصول په رسميت پېژندلي وو. په اوسني وخت کې دواړه خواوې بايد لا هم دغه چوکاټ تعقيب کړي.

نوموړي په اشارې ويلي، چې تخنیکي پرمختګ د ټولو خواوو پوځي وړتیاوې په چټکۍ سره پرمخ وړي. له ټیکنالوژیک پرمختګ څخه د رامنځته شويو خطرونو اداره او کنټرول د پام وړ مسئله ده. (ژباړه: شکريه)