د چين انلاين نړيوالېسوداګرۍ چټک پرمختګ کړی
CMG2022/06/02 14:24:10
شريکول:

د چين  انلاين نړيوالېسوداګرۍ په تېرو څو کلونو کې چټک پرمختګ موندلی دی.

د چين حکومت له ۲۰۱۵م کال راهيسې په ۳۰ ولايتونه کې د  انلاين نړيوالېسوداګرۍ ۱۳۲ لويې ازمويښتي سيمې جوړې کړې دي.

د چين سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ نړيوال سازمان، جي ۲۰ صنعتي هېوادونو، اېپيک او د ګمرکاتو نړيوال سازمان په شمول زیاتو څواړخيزو ډګرونو کې د چين لايحې وړاندې کړي او له ۲۳ هېوادونو سره يې د انلاين سوداګرۍ همکاريز ياداښتنونه لاسليک کړي دي.

د مالوماتو له مخې، له تېرو پنځو کلونو راهيسې د چين د  انلاين نړيوالې سوداګرۍ اندازه نږدې لس چنده زياته شوې چې په ۲۰۲۱م کال کې يې  ۱۹۲۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې اوه ۱۸.۶ سلنه زياتوالی ښودلی. اوس له ۳۰ زرو زياتو شرکتونو د چين د انلاين نړيوالې سوداګرۍ د ازمويښتي سيمو په انترنيټي خدمتي ډګر کې خپل نومونه ثبت کړي دي.