امريکا د چين د پرمختګ د مخنيوي او کلابندۍ تګلارې جوړوي
CMG2022/06/02 14:18:12
شريکول:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن څو ورځې مخکې د چین پر وړاندې د دې هېواد د تګلارو په اړه وینا کړې او ويلي يې دي، چې د چین پر وړاندې د بايډن حکومت ستراتيژي په پانګونې، ائتلاف او سیالۍ ورټوله ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د جون په لومړۍ نېټه د بلېنکن د يادو خبرو په تړاو وويل، چې د امريکا حکومت اوس هم پر مخکينۍ لارې ګامونه اخلي او موخه يې دا ده، چې د چين د پرمختک مخه ونيسي او کلابند يې کړي.                              

جاو لي جیان په ټينګار وويل، چې د یوې خوندي او ټولشموله نړۍ جوړول د چین او امریکا اړینه دنده ده، نو دواړه هېوادونه باید خپلمنځي اړیکې ښې ورغوي او يو بل سره بايد ښه چلند وکړي. (هیله)