په چين کې د لمدې ځمکې ښکلې منظرې
CMG2022/06/02 16:32:52
شريکول:

د چين د لمدې ځمکې ساتلو قانون د جون په لومړۍ نېټې نافذ اعلان شوی.

 دا په چين کې د لمدې ځمکې د ساتلو لومړی ځانګړی قانون دی، چې د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنې او د قانوني ادارې د ابادۍ يوه مهمه لاسته راوړنه بلل کيږي.

لمده ځمکه د نړۍ يو مهم ايکولوژيکي سيسټم دی، چې د اوبو پاکولو، د بيولوژيکي تنوع ساتلو او د اقليم بدلون په شمول ډېرې ايکولوژيکي وړتياوې لري.

چين څو کالونه مخکې د لمدې ځمکې د ساتنې او ابادۍ اداري سيستم جوړ کړی دی.

 د مالوماتو له مخې، په چين کې د ۲۰۲۱م کال تر ډسمبر پورې په نړيوالې کچې د لمدو ځمکو شمېر ۶۴ ته رسېدلی او د لمدې ځمکې د ملي پارکونو شمېر يې ۲۹ او د ولايت په کچه د لمدې ځمکې شمېر يې بيا ۱۰۰۱ ښودل شوی دی.

په چين کې ۶۰۰ د لمدې ځمکې د ساتنې سيمې او ۱۶۰۰ د لمدې ځمکې پارکونه شتون لري او د لمدې ځمکې د ساتنې انډول يې له ۵۰ سلنې څخه زيات دی.

د چين په شي ځانګ سيمه کې د لالو په نوم د لمدې ځمکې د طبيعت ساتنې ملي پارک

د چين د يو نان ولايت په چيو جينګ ښار کې د جان يي های فنګ په نوم د لمدې ځمکې پارک

د چين د جيانګ سو ولايت د جن هو په نوم د لمدې ځمکې ملي پارک

د چين د ان هوی ولايت د پي هه د لمدې ځمکې ملي پارک

د چين د هو بې ولايت د ګو نان هه په نوم د لمدې ځمکې ملي پارک

د چين د ګان سو ولايت په جيو چوان ښار کې د سو بې يان چي وان په نوم لمدې ځمکې

د چين د شينجيانګ د کو لو سي تای په نوم لمدې ځمکې

د چين د نی منګ ګو د هو هه هاو ته ښار د نان هو په نوم د لمدې ځمکې ملي پارک