د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراین لومړي وزیر دینیس شمیهل د جون په لومړۍ نېټه له خپل پولنډي سیال متوش مولوسکي سره د حکومتونو مشورتي غونډه ترسره کړې ده.
دواړو مشرانو د دې غونډې په ترڅ کې د دفاع، سرحدي خدمتونو او انرژۍ په شمول ځینو برخو کې د خپلمنځي همکاريو د پیاوړتیا په اړه یو لړ سندونه لاسلیک کړي دي.
دوی د دواړو هېوادونو د تصدیو ترمنځ د همکاريو په موخه د پولنډ- اوکراین د ګډ کمیسیون د جوړولو یاداښت هم لاسلیک کړی دی.
شمیهل په ګډې خبري ناستې کې ويلي، چې یاد ګډ کمیسیون به د وسلو او پوځي تجهیزاتو د تولید لپاره د دواړو هېوادونو د ګډې فابریکې د جوړولو وړاندیزونه وکړي او د دغې ګډې فابریکې په جوړولو سره به په دفاعي او پوځي چارو کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ سویه نوره هم لوړه شي او دغه راز اوکراین به د عصري وسلو د تولید توان پيدا کړي. (هیله)