د امريکا د وکلاهوما ايالت د تولسا ښار په يو روغتون کې د مې د لومړۍ نېټې د مازديګر په ۵بجو د ډزو پيښه شوې ده.
د تولسا ښار پوليسو د پېښې پخلی کړی او خبري رسنيو ته يې ويلي، چې په دغې پېښې کې د بريدګر په شمول څلور کسان وژل شوي او څو کسان نور ټپيان شوي دي.
پولیسو ټپيان روغتون ته ليږدولي او د ځينو ټپيانو حالت يې نازک ښودلی دی.